Winning entries could not be determined in this language pair.There were 2 entries submitted in this pair during the submission phase. Not enough entries were submitted for this pair to advance to the finals round, and it was therefore not possible to determine a winner.Competition in this pair is now closed. |
هغه لومړنى مهم بانجن چا غوځارولى دى کوم چې د لا ټوميټينا انقلاب پيل کړ؟ رښتيا دا ده چې هيڅوک خبرتيا نه لري. کېداى شي دا د فرانسې ضد بغاوت و، يا له ولکې وتلې کومه مېله وه. د دې کيسې ترټولو مشهور ډول مطابق د لاس جايگينټيز (د غټ کاغذي گوډاگي پريټ) د ١٩٤٥ جشن پرمهال، محلي خلک د پاملرنې جذبولو لپاره د شورماشور کولو په لټه کې وو. دوي نژدې د سبزيو په يوه کراچۍ ورغلو او پاخه بانجن غوځارول يې پيل کړل. ساده نندارچيان هم پکې شامل شول ترڅو دغه منظر د الوتونکو مېوو يوې لوې شخړې ته ورسېدو. پاروونکي دې ته اړايستل شول چې د بانجنو پلورونکو ته تاديه وکړي، خو دغې د بانجنو د نورو جگړو بيا پېښېدو – او د يو نوي روايت د زېږون، مخه ونه نيوله. د ناايله زياتوالي له ويرې چارواکو د ١٩٥٠مې لسيزې په اوږدو کې يو لړ بنديزونه قانوني کړل، نرم يې کړل او بيا يې مقرر کړل. په ١٩٥١م کې، هغه محلي خلک بندي کړل شول چا چې د دغه قانون مخالفت وکړ ترڅو د عامه خلکو نارو سورو د هغوي خلاصون اړين کړ. د بانجنو د بنديزونو ترټولو مشهوره سپين سترگي په ١٩٥٧م کې رامنځته شوه کله چې ملاتړ کوونکو د بانجنو د دروغو جنازه ترسره کړه کومه چې په تابوت او لاريون بشپړ کړل شوې وه. د ١٩٥٧م نه وروستو محلي حکومت پرېکړه وکړه چې توافق وکړي، يو څو قاعدې يې پرځاى پرېښودې او دغه خندوونکي روايت ته يې غاړه کېښوده. که څه هم بانجن مرکزي مقام لري، يوه اوونيزه خوښۍ په پاى کې د سيالۍ وروستنى پير لري. دا د بيونول د ساتندويه پيرانو، ناواده شوې ميري، او پير لويس برټرانډ نمانځنه ده چې پکې په کوڅو کې اسپانوي وزمه د خوشالۍ ډک پرېټونه، موسيقي او اورلوبې وي. د راتلونکي شورماشور لپاره د خپل طاقت زياتولو په غرض د جگړې په شپه يوه غټه پايَله [paella] وړاندې کولى شي، کومه چې د وريژو، سمندري خواړو، زاپرانو، او د ښونانو له تېلو څخه جوړ تمثيلي ويلنسي خواړه وي. نن سبا، دا ناتړلى جشن څه اندازه نظم لري. تنظيموونکي تر دې حده تللي دي چې مازې د کلنيزې پېښې لپاره د بانجنو يو نه خوړل کېدونکى ځانگړى ډول کري. جشن د سهار د ١٠ ساعتو شاوخوا پيليږي کله چې برخه اخيستونکي د يوې غوړې ستنې په سر کې نصب شوي د غويي کوفتې نيولو لپاره مسابقه کوي. په کوڅو کې سندرې ويونکي او نڅا کوونکي نندارچيان په ختونکو د اوبو نل ورشيېوه کړي. کله چې د کليسا زنگ د غرمې غږ وکړي، له بانجنو څخه ډک ټرکونه ښارگوټي ته راننوزي کوم مهال چې د ’ټو- ما- ټې، ټو- ما- ټې‘ زمزمې لوړې شي. بيا د اوبو د يوې توپې ډزولو سره مهمه پېښه پيل شي. دغه د بانجنو د مېده کولو او ملگرو گډونوالو پرخلاف د يو بشپړ بريد پيلولو لپاره يوه شنه رڼا وي. له اوږده واټنه د بانجنو توغوونکي، له نژدې څخه وژونکي، او د منځنۍ درجې کاږه ايشتونکي. ستا تخنيک چې کوم هم وي، خو کوم مهال چې دا پاى ته ورسيږي ته بايد بېخي مختلف ښکارې (او احساسوې). قابو نيم ساعت وروستو په بانجنو کې خيشته بم غورځوونکي پرېښودل شي چې په کوڅه کې د پستې او لوندې چکنۍ په سمندر کې لوبې وکړي په داسې حال کې چې څه شى هم بانجنو ته ورته نه وي پاته شوى. د توپې دوهم ډز د دې جگړې د پاى اشاره ورکوي. | Entry #18503 — Discuss 0 — Variant: Not specified
|
هغه څوک وه چه اولنے تاريخې ټماټر یےویشتلےوه چه دا ﻻ ټوماټينو انقلاب ترينه شروع شو؟ حقیقت دا دے ، چه چاته هم پته نشته. کيدے شې دا ده فرينکو مخالف يو بغاوت وه ېا يو کاروان وه چه ده لاسه وتے وه. د دے قصے يو واضح گمان دا دے چه ده ١٩٤٥ جشن لویس جایجینټس (ېو لويه ده کاغزئ گډاگومیله)کښ مقامې خلق پدے تکل وه چه څه هنګامه شروع کړی چه د خلقولګ شاندے پام ځان ته واړوې. هلته نزدو د سبزې ېوه رېړه ښکاره شوه او بيا هغوې پاښه ټماټر یے ويشتل شروع کړه داسے ساده تماشبین هم پدے کښ شامل شواو ېوه غټه هوائ د میوے وېشتلو ېوه هنګامه شروع شوه. چا چه ده لوبه شروع کړے وه هغوې دکاندارانو ته تاوان ورکړه خودېنه پس هم بیا ده د نورو ټماټرووېشتلو هنګامه ختمه نشوه اوډاسے ېو نوے رواېت شروع شو۰. د دے یرے نه چه بدانتظامی زېاته خوره نشې، نو حکومت قانون سازی اوکړه، بيا یے اول قانون جوړکړو،بیا یے نرم کړو او آخري یے په ١٩٥٠ کښ پرله پسے ورباندے پابندي اولګوله. حکومت په ١٩٥١ کښ هغه ټول خلق په زندان کښ واچول چا چه ده دې پابندې خلاف ورزي کړے وه خو ده خلقو په چغواونعرو یے بیا خلاص کړل .د ټولو نه مشهوراو شرمناکه پابندي په ټماټرو باندے په ١٩٥٧ کښ اولګیده کله چه د ټماټرو حمایتیانو ېو د دروغو په کفن کښ نغستي ټماټرو سره ېود جنازے جلوس هے را اوېښتو. د ١٩٥٧ نه پس مقامې حکومت د پابند ېانو ختمولوفیصله او کړه، ېو څو قاعدے ورله جوړے کړے او داسے د احمقانه روایت یے قبول کړو۰ داسے ټماټرو ېو مرکزې حیثیت اختیارکړو چه د ېوے هفته جشن نه پس ېوه آخري مقابله کښګې.دا د برنول صوفیانو مشرانو، د حضرت مرېم بې بې، او د صوفې لیوس برټرېنډېو جشن جوړ شوے دے چه پکښ د خوشحاله هسپانوې خلقو پشان پرېډ، سازونه او د آتشبازې مضاهره کښږې. د ټماټرو هنګامه شروع کولو نه مښکښ او ځان کښ طاقت راوستو د پاره ېو خاص هسپانوي خوراک ایپک پےلا خلقو ته ورکولې شې چه پکښ ورېجې، سمند رې خوراک، مرغې او زېتون تیل شامل وې۰ نن صبا د بےلگامه جشن څه ضابطے لرې. د جشن مشران تر دے حد پورے لاړو چه په سالانه جشن کښ د استعمال دپاره یے ېو خاص قسم ناقابل خوراک د ټماټرو فصل پیدا کو. جشن د سحر لس بجے شروع کیګې کله چه برخه اخستونکې منډه کړې چه دتیلومګلے شوے ېو مينے ستنے دپاسه لگیدلې غوښه تر لاسه کړې. تماشبین ورباندې د او بو باران کئ او ورسره په کو څو کښ سند رے وئ او گډ ېګې. کله چه ګرجه د غرمے گهنټه او وهې نو د ټماټرو ډ کے لارے ښار ته را دنڼا شې او د" ټوـ ماـ ټی،ټوـماـټی " چغے رو رو زیاتیدل شروع شی۰ بیا د اوبو د توپو وېشتلو نه پس، غټ جشن شروع شې. دا د ټماټرو ویشتلوشروع کولو یوه اشاره وی چه برښه اخستونکې ټماټر چخړیڼ کول او په ېو بل باندے وېشتل شروع کښې. په دې کښ د لرے نه وېشتو واﻻ هُم وي، د خاص نښه اغستو وا ﻻ هُم وې او د مینځنے درجے ويشتلو واﻻ هُم وي.که د چه څه هُم طرېقه وې ، خو چه کله لوبه ختمه شې نو تا ته به ځان بلکل جدا ښکارې (او محسوس کیګې به هُم).اندازن ېوه گهنټه پس د ټماټرو خُوش بمبار د ټماټرو ډک سین کښ اود خُوشتواولوندو کوڅو کښ د لوبو دپاره پرېښوې شې خو څه روغ ټماټر ښکاره نه شې. د توپے دویم ډز د دے جګهړے د ختمولو اعلان اوکړې۰ | Entry #22136 — Discuss 0 — Variant: Not specified
|